عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 67]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 67]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کې له دوو کفري او د جاهلیت له خویونو څخه خبر ورکوي چې هغه دوه کارونه دادي:
لومړی: د خلکو په نسبونو کې خبرې کول، نېمګړتیاوې یې بیانول او ځان پرې پورته ګڼل.
دویم: د مصیبت پر مهال پر تقدیر د ناخوښۍ له امله په لوړ غږ چیغې وهل او یا د ډېر فریاد له امله د جامو څیرې کول.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر عاجزۍ ټینګار او پر خلکو له تکبر څخه ممانعت.
  2. پر مصیبت صبر کول او بې صبري نه کول واجب دي.
  3. دا عملونه له کوچني کفر څخه دي، او په چا کې چې د کفر یوه برخه پېدا شوه نو هغه په لوی کفر سره نه کافر کېږي؛ هغه چې انسان پرې د اسلام له دایرې څخه وځي، بلکه هغه مهال ( له اسلام څخه وځي ) چې لوی کفر ترې صادر شي.
  4. اسلام هر هغه عمل منع کړی دی چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف پيدا کوي لکه د نسبونو او داسې نورو پسې بد رد ویل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (48)
نور