عن بريدة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«إِنَّ الْعَهْدَ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ».

[صحيح] - [رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن النسائي: 463]
المزيــد ...

له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».

[صحيح دی] - [الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی] - [سنن النسائي - 463]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې د مسلمانانو او نورو کفارو او منافقانو تر منځ ژمنه او تړون یوازې لمونځ دی، نو چا چې پرېښوده یقینا چې کافر شو.

د حديث له ګټو څخه

  1. د لمانځه لوی اهمیت، او دا د مؤمن او کافر ترمنځ بیلوونکی دی.
  2. د اسلام د احکامو ثبوت د انسان په ظاهري حالت دی پرته له باطن څخه یې.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (57)
نور