عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«من اقتبَسَ علْمًا مِنَ النُّجُومِ اقْتبَسَ شُعبَة مِن السِّحرِ، زادَ ما زادَ».

[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 3905]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».

[صحيح دی] - [ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 3905]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا د علم نجوم او برجونو پېژندلو زده کړه وکړه او د ځمکې په پېښو کې یې د هغوی په خوځښتونو، ننوتلو، وتلو د اغیزې استدلال وکړ لکه: د فلاني مړینه، ژوند، ناروغي او داسې نور شیان چې په راتلونکي کې به پېښ شي، نو په حقیقت کې یې د جادو یوه برخه زده کړې ده، او دا چې یو څوک هر څومره دا زده کړه زیاته کوي؛ په همغومره اندازه یې د جادو زده کولو کچه زیاتیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د علم نجوم حراموالی؛ کوم چې د ستورو له حالاتو څخه په راتلونکي باندې له غیبو څخه استدلال کوي؛ ځکه چې دا په غیبو د پوهېدلو دعوا ده.
  2. هغه علم نجوم حرام دی کوم چې د توحید سره په ټکر کې دی، پاتې شو هغه چې جهتونه او قبله پرې پېژندل کیږي او یا پرې د میاشتو او موسمونو داخلېدل پېژندل کیږي نو هغه مباح دی.
  3. یو سړی چې هر څومره علم نجوم زده کوي، په همغومره کچه یې د سحر د یوې څانګې زده کړه زیاتیږي.
  4. ستوري درې ګټې لري چې الله جل جلاله په خپل کتاب کې ذکر کړي دي، د آسمان لپاره ښکلا، نښې؛ چې لار پرې پېژندل کیږي، او د شیطانانو د ویشتلو لپاره.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)
نور