عن أبي ذر الغفاري رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم فيما يرويه عن ربه: «يا عبادي، إني حرَّمتُ الظلمَ على نفسي وجعلتُه بينكم محرَّمًا فلا تَظَالموا، يا عبادي، كلكم ضالٌّ إلا من هديتُه فاستهدوني أَهْدَكِم، يا عبادي، كلكم جائِعٌ إلا من أطعمته فاستطعموني أطعمكم، يا عبادي، كلكم عارٍ إلا من كسوتُه فاسْتَكْسُوني أَكْسُكُم، يا عبادي، إنكم تُخطئون بالليل والنهار وأنا أغفر الذنوبَ جميعًا فاستغفروني أغفرْ لكم، ياعبادي، إنكم لن تَبلغوا ضَرِّي فتَضُرُّونِي ولن تَبْلُغوا نَفْعِي فتَنْفَعُوني، يا عبادي، لو أن أولَكم وآخِرَكم وإنسَكم وجِنَّكم كانوا على أتْقَى قلبِ رجلٍ واحد منكم ما زاد ذلك في ملكي شيئًا، يا عبادي، لو أن أوَّلَكم وآخِرَكم وإنسَكم وجِنَّكم كانوا على أفْجَرِ قلب رجل واحد منكم ما نقص ذلك من ملكي شيئًا، يا عبادي، لو أن أولكم وآخركم وإنسكم وجنكم قاموا في صَعِيدٍ واحد فسألوني فأعطيت كلَّ واحدٍ مسألتَه ما نقص ذلك مما عندي إلا كما يَنْقُصُ المِخْيَطُ إذا أُدخل البحر، يا عبادي، إنما هي أعمالكم أُحْصِيها لكم ثم أُوَفِّيكُم إياها فمن وجد خيرًا فليحمد الله ومن وجد غير ذلك فلا يلومن إلا نفسه».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له ابوذر الغفاري – رضي الله عنه – څخه روایت دی – د رسول الله – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چي له خپل رب څخه روایت کوي: اې زما بندګانو، ما پر ځان ظلم حرام کړی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ، ای زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، ای زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، ای زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، ای زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، ای زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، ای زما بنده ګانو! که چیرته لومړنی او وروستنی ستاسو، او انسانان او پيریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې ستاسو څخه شي نو زما په پادشاهۍ کې به هیڅ شی زیات نه شي. ای زما بنده ګانو! که چیرته لومړني او وروستني ستاسو، او انسانان او پيریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه غوښتنې مطابق ورکړم؛ هیڅ شی به کم نه شي له هغه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې و ټومبل شي، ای زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته شمارم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله حمد دې ادا کړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
دا قدسی حدیث - چې د دین په اصولو، فروعو او آدابو کې لویې ګټې لري - مونږ ته راښایي چې الله پاک بنده ګانو سره د خپل فضل او مهربانۍ له مخې په خپل ځان باندې ظلم حرام کړی او ظلم یې د خپلو مخلوقاتو تر منځ حرام ګرځولی، نو یو به پر بل به ظلم نه کوي، او دا چې ټول مخلوقات د الله له هدایت او توفیق پرته د حق له لارې څخه ګمراهان دي، او څوک چې د الله نه سوال وکړي نو هغه ته به توفیق ورکړي او هدایت به وکړي، او دا چې مخلوقات الله ته فقیر او محتاجه دي، او چا چې د الله څخه سوال وکړ، اړتیا به یې پوره کړي او همغه - الله - به ورته بسنه وکړي، او دا چې دوی شپه او ورځ ګناهونه کوي او الله پرې پرده اچوي او بنده ته د هغه له ګناه څخه تیریږي کله چې ورڅخه د مغفرت سوال وکړي، او دا چې دوی نشي کولی، که څه هم دوی څومره هڅه وکړي چې په خپلو ویناوو او کړنو سره الله - تعالی - ته کوم زیان یا ګټه ورسوي. او دا چې که دوی د یو تر ټولو تقوا لرونکي سړي په زړه شي یا د یو تر ټولو بد انسان په زړه شي نو د دوی تقوی به د الله په واکمنۍ کې هیڅ اضافه نه کړي ، او نه به یې بې لاریتوب د الله له واکمنۍ څخه څه کم کړي، ځکه چې دوی د الله تعالی په وړاندې کمزوري فقیران او په هر حال، وخت او ځای کې ورته محتاج دي، او دا چې که دوی ټول په یو ځای کې ودریږي او له الله څخه وغواړي، او هغه هر یو ته هغه څه ورکړي چې هغه یې غواړي، نو دا به د هغه څه نه چې د الله سره دي هیڅ شی کم نه کړي؛ ځکه د هغه پاک ذات خزانې ډکې دي او په لګښت سره نه کمیږي؛ نه شپه او نه ورځ، او دا چې الله تعالی د ټولو بنده ګانو عملونه ساتي او ورته یې شماري تر څو معلوم شي چې په نورو یې څه دي او د نورو پرې څه دي، بیا به یې د قیامت په ورځ ورسپاري، نو چا چې د خپل عمل بدله ښه وموندله نو د الله حمد دي ادا کړي چې د طاعت توفیق یې ورکړی، او چا چې د خپل عمل جزا یو بل څه وموندله نو پرته له خپل نفس څخه چې په بدیو امر کوونکی دی او دی یې تاون ته سوق کړ؛ بل څوک دې نه ملامتوي.