عن الْأَغَرِّ رضي الله عنه، وَكَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللهِ، فَإِنِّي أَتُوبُ فِي الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّةٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2702]
المزيــد ...
له الأغرّ رضي الله عنه نه روایت دی، هغه د نبي صلی الله علیه وسلم له اصحابو څخه و، وايي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2702]
نبي صلی الله علیه وسلم خلکو ته د ډېرې توبې او استغفار کولو امر کوي، او له خپلې خوا خبر ورکوي چې دی هره ورځ الله تعالی ته له سل ځله زیات توبه باسي او بخښنه ترې غواړي، سره له دې چې هغه ته د تېرو او راتلونکو ګناهونو بخښنه شوې ده، دا کار د الله جل جلاله په وړاندې د بشپړې عاجزۍ او بندګۍ څرګندونه کوي.