عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ يَسَّرَ اللهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، وَاللهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِهِ طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمِ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2699]
المزيــد ...
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولېږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هېڅکله به یې نسب تېز نه کړي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2699]
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د الله تعالی سره د مسلمان د عمل بدله د هغه د عمل له جنس څخه ده چې د نورو مسلمانانو سره یې کوي؛ نو چا چې د یو مسلمان څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړه، د الله تعالی بدله به دا وي چې د اخرت له سختیو به ترې یوه سختي لرې کړي. او چا چې د یو تنګلاسي سره اساني وکړه او ستونزه یې ورحل کړه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې اساني راولي. او چا چې پز یو مسلمان پرده واچوله، داسې یو څه یې ولیدل چې افشا کول یې ښه نه وي لکه: تېروتنه او پښه خویېدنه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې پرده واچوي. او الله تعالی به تر هغه وخته پورې د بنده مرستندوی وي، تر څو چې بنده په دیني او دنیوي چارو کې د خپل (مسلمان) ورور مرستندوی وي، او مرسته په دعا، ځان، مال او داسې نورو سره کېږي. او څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لار کې ووت، په داسې حال کې چې موخه یې د الله تعالی رضا وي، نو پدې سره به ورته الله تعالی د جنت لار اسانه کړي. او هېڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې د الله تعالی د کتاب په تلاوت او خپلمنځي تدریس نه راټولیږي، مګر دا چې سکون او عاجزي په پرې نازل شي او د الله تعالی مهرباني به یې وپوښي، پریښتې به یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی به یې هغه ته په نږدې خلکو کې ستاینه وکړي، او همدا درناوی بنده ته بسنه کوي چې الله تعالی یې په پورتنیو مخلوقاتو یادونه وکړي. د چا چې عمل نېمګړی وي، د هغه چا مرتبې ته به ونه رسېږي چې عملونه یې کړي وي، نو په کار ده چې څوک په نسب او د پلرونو په ښه مخینه بسنه ونه کړي او عمل ترې نېمګړی پاتې نه شي.