عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : "من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد " وفي رواية " مَن عَمِلَ عملًا ليس عليه أمرُنا فهو رَدٌّ".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عائشې -رضي الله عنها- څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چا چې زموږ په دې دین کې کوم نوی کار وکړ چې لدې څخه نه وي نو هغه مردود دی. او یو بل روایت کې: " چا چې داسې یو عمل وکړ چې پر هغه زموږ حکم نه وي، هغه رد دی" .
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

هر هغه عمل یا وینا چې په ټولو اړخونو کې د شریعت سره سمون ونه لري. داسې چې د شریعت دلایل او قواعد پرې دلالت ونه کړي، هغه یې پر خاوند مردود دی او ورڅخه نه منل کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د حاکم فیصله هغه څه نه بدلوي چې په باطن کې وي، ځکه چې د هغه - صلی الله علیه وسلم - وینا ده (ليس عليه أمرنا) یعنې چې زمونږ د حکم مطابق نه وي، او مراد ورڅخه دین دی.
  2. دین په شریعت ولاړ دی.
  3. ټول عقیدوي او عملي بدعتونه باطل دي، لکه د تعطیل(الله تعالی ته نومونه او صفتونه نه ثابتول)، ارجاء( عملونه د ایمان جزء نه ګڼل)، او د قدر نه منلو بدعتونه(قدریو ته ځکه قدریه وایې چې له تقدیر څخه منکر دي)، او په ګناهونو سره کافرول( لکه خوارج دا کار کوي)، او خود ساخته عبادتونه.
  4. دین په رأی او استحسان - یو څه ښه ګڼلو - باندې ندی.
  5. د دین بشپړتیا ته اشاره.
  6. په دین کې د هر نوښت رد چې د شریعت سره برابر نه وي. او په دویم روایت کې د هر نوي کار ښکاره ردول، برابره ده که تر سره کوونکي دا نوی کار رامنځته کړی وي او یا وړاندې بل چا.
  7. د ټولو منع شویو قراردادونو لغوه کېدل، او د هغه ثمرو نشتوالی چې پرې مرتبیږي.
  8. ممانعت د فساد غوښتنه کوي، ځکه چې منع شوي کارونه د دین له چارو څخه ندي، ځکه یې ردول فرض دي.