عن بعض أزواج النبي صلى الله عليه وسلم عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ أَتَى عَرَّافًا فَسَأَلَهُ عَنْ شَيْءٍ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلَاةٌ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2230]
المزيــد ...

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2230]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم غیب ویونکي ته له ورتګ څخه خبرداری ورکوي، او عراف : د غیب ویونکي، نجومي، په شګو کې خطونه کښونکی او داسې نورو کسانو ته وییل کیږي چې په غیبو د پوهېدلو لپاره پورته شیان کاروي - او کله چې څوک له دوی څخه یوازې پوښتنه وکړي (پرته لدې چې باور پرې وکړي) نو پوښتونکی به الله جل جلاله د څلویښتو ورځو لپاره د هغه د لمانځه له ثواب څخه محروم کړي او دا د هغه لپاره د دې لویې ګناه د کولو سزا ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. غیب ویونکي (کاهن) ته تلل او له هغوی څخه د غیبو په اړه پوښتنه کول حرام دي.
  2. ځیني وختونه یو انسان د اطاعت له ثواب څخه د ګناه په کولو سره محرومیږي.
  3. حدیث برجونو او په برجونو کې کتلو ته شاملیږي (لکه د سرطان، اسد او داسې نور برجونه)، همدا رنګه د ورغوي لوستل (کف شناسي) - که څه هم یوازې د کتلو په موخه وي او باور پکې شتون ونه لري- ځکه دا ټول د غیب وییل او په غیبو د پوهېدلو له ادعا کولو څخه دي.
  4. کله چې دا د هغه چا سزا وي چې غیب ویونکي ته ورځي، نو خپله د غیب ویونکي سزا به څنګه وي؟
  5. د څلویښتو ورځو لمونځ یې له غاړې ساقطیږي او قضا راوړل یې پرې نشته، خو ثواب یې نه کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)