عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا». «چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي، پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هېڅ نه کمیږي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې چا د خلکو داسې یوې لارې ته لارښوونه وکړه چې په هغې کې په وینا او عمل کې خېر وي، نو د هغه لپاره به د هغو کسانو په څېر اجر وي چې د حقې لارې پيروي یې کړې ده، پرته له دې چې د پیروانو په اجر کې یې څه کمی راشي. او چا چې خلکو ته د غلطې او بدې لارې لارښوونه وکړه چې په هغې کې ګناه، خطا او یا داسې یو کار وي چې روا نه وي، هغه که وینا وي یا عمل، نو هغه به د پیروۍ کوونکو سره مساوي بار په غاړه اخلي پرته له دې چې د دوی په ګناهونو کې څه کمی راشي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. سمې لارې ته د بلنې ورکولو فضیلت، که لږه وي یا ډېره، او دا چې بلونکي ته د عمل کوونکي په څېر اجر دی، او دا چې دا د الله تعالی د لوی فضل او بشپړ سخاوت څخه دي.
  2. ګمراهۍ ته د بلنې خطر، که کوچنۍ وي او یا لویه، او دا چې څوک بلنه ورکوي، نو پر هغه هم د عمل کوونکي په څېر د ګناه پېټی دی.
  3. سزا د عمل له جنس څخه وي، نو چا چې نیکۍ ته بلنه ورکړه، هغه ته د نیکۍ د ترسره کوونکي په اندازه اجر دی، او چا چې بدۍ ته بلنه ورکړه، نو په هغه د ګناه کوونکي د عمل په اندازه پېټی بار دی.
  4. یو مسلمان باید ځان وساتي چې نور ورپسې په ګناه کې اقتدا ونه کړي، کله چې دی په ښکاره ګناه کوي، پداسې حال کې چې خلک یې ګوري، ځکه یقینا چې دی له ده څخه د نورو په تقلید ګنهکاریږي، که څه هم هغه یې دې ته هڅولی نه وي.