عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مسعودٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِنَّ مِنْ شِرَارِ النَّاسِ مَنْ تُدْرِكُهُ السَّاعَةُ وَهُمْ أَحْيَاءٌ، وَمَنْ يَتَّخِذُ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ».

[حسن] - [رواه أحمد] - [مسند أحمد: 3844]
المزيــد ...

له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې وییل یې:
«له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».

[حسن] - [احمد روايت کړی دی] - [د امام أحمد مسند - 3844]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدو خلکو په اړه خبر ورکوي چې دوی هغه خلک دي چې قیامت پرې قایم شي او دوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي وي، د قبرونو تر څنګ او یا یې لورې ته لمونځونه کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر قبرونو د جوماتونو جوړولو ممانعت؛ ځکه دا د شرک وسیله ده.
  2. د قبرونو تر څنګ د لمونځ کولو حراموالی که څه هم ودانۍ ونه لري؛ ځکه مسجد د هر هغه ځای لپاره نوم دی چې سجده پکې کیږي، که څه هم ودانۍ پکې نه وي.
  3. چا چې د نیکانو قبرونه جوماتونه ګرځولي تر څو پکې لمونځ وشي، نو هغه له بدو خلکو څخه دي، که څه هم داسې ګمان و کړي چې پدې کار سره الله جل جلاله ته نږدېوالی غواړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (56)
نور