عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنهما قَالَ: قالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«حَوْضِي مَسِيرَةُ شَهْرٍ، مَاؤُهُ أَبْيَضُ مِنَ اللَّبَنِ، وَرِيحُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَكِيزَانُهُ كَنُجُومِ السَّمَاءِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهَا فَلاَ يَظْمَأُ أَبَدًا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6579]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"زما حوض د یوې میاشتې واټن - په اندازه اوږد او پراخ - دی، اوبه یې د شېدو څخه سپینې دي، او بوی یې له مشکو څخه غوره دی، جامونه یې د اسمان د ستورو په څېر دي، څوک چې له هغې څخه وڅښي هېڅکله به تږی نشي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6579]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د ده لپاره یو حوض وي چې اوږدوالی به یې د یوې میاشتې واټن په اندازه وي او عرض به یې هم همدارنګه وي. او دا چې اوبه به یې په سپین والي کې له شېدو ډیرې سپينې وي، او دا چې بوی به یې پاکیزه او د مشکو له بوی څخه ډیر غوره وي، او د هغه جامونه به په زیاتوالي کې لکه د آسمان د ستورو په څېر وي، چا چې په هغو کوزو له حوض څخه څښاک وکړ نو هېڅکله به تږی نه شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د پيغمبر صلی الله علیه وسلم حوض د اوبو له یو لوی ډنډ څخه عبارت دی چې د قیامت په ورځ به یې له امتیانو څخه مؤمنان ورځي.
  2. د هغه چا لپاره د نعمت لاسته راوړل چې له حوض څخه څښاک وکړي نو هېڅکله به تږی نه شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)
نور