عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«يَقْبِضُ اللَّهُ الأَرْضَ، وَيَطْوِي السَّمَوَاتِ بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَنَا المَلِكُ، أَيْنَ مُلُوكُ الأَرْضِ». «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به الله جل جلاله ځمكه ونيسي او راغونډه به یې كړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې نچه کړي او يو د بل د پاسه به یې راتاو کړي او لرې به یې کړي او له منځه به یې یوسي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان؟!

ژباړه: انګلیسي فرانسوي اردو اندونیسیایي بوسنیایي چینایي فارسي هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا په یاد لرل چې د الله جل جلاله پادشاهي تلپاتې ده او د نورو خلکو سلطنتونه له منځه تلونکي دي.
  2. د الله جل جلاله عظمت، د هغه د قدرت لوی والی، د هغه د واک او سلطنت بشپړتیا.
نور