عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قَالَ:
أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا الْمُوجِبَتَانِ؟ فَقَالَ: «مَنْ مَاتَ لَا يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ»

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 93]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 93]

تشریح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي د دوو خصلتونو په اړه پوښتنه وکړه: کوم چې د انسان لپاره جنت ته داخلېدل واجبوي، او کوم چې د انسان لپاره اور ته داخلېدل واجبوي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه صفت چې انسان ته جنت لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې یوازې د یو الله عبادت کوي او له هغه سره یې هیڅ شرک نه وي کړی، او هغه صفت چې اور ته تلل لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره یي څه شریک کړی وي، داسې چې له الله تعالی سره یې شریک او هم مثل په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې ګرځولی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید فضیلت او دا چې څوک چې د مومن په توګه مړ شو، پرته لدې چې له الله تعالی سره یې هیڅ شی نه وي شریک کړی جنت ته به داخل شي.
  2. د شرک خطر، او دا چې څوک په داسې حالت کې مړ شي چې له الله سره یې شرک کړی وي نو اور ته به داخل شي.
  3. د موحدینو ګناه کوونکي د الله تعالی تر ارادې لاندې دي، که وغواړي، سزا به ورکړي او که وغواړي، بخښنه به ورته وکړي، نو د دوی برخلیک به د جنت لور ته وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (66)
نور