عن جندب بن عبد الله رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يموت بخمس، وهو يقول: «إني أبرأ إلى الله أن يكون لي منكم خليل، فإن الله قد اتخذني خليلا كما اتخذ إبراهيم خليلا، ولو كنت متخذا من أمتي خليلا لاتخذت أبا بكر خليلا، ألا وإن من كان قبلكم كانوا يتخذون قبور أنبيائهم مساجد، ألا فلا تتخذوا القبور مساجد، فإني أنهاكم عن ذلك».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له جندب بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلۍ پنځه ورځې مخکې د هغه د وفات څخه(پنځه ورځې پس وفات شو) ویئ ویل : زه الله تعالی ته لدې بیزاره یم چې ستاسو څخه دې څوک خالص دوست او ملګری ولرم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصۍ دوستۍ سره داسې نیولی یم لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ سره نیولی دی، خبر شئ چې ستاسو څخه وړاندې خلکو به د خپلو پیغمبرانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړول، خبردار اوسئ چې له قبرونو جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې کار څخه منع کوم.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - له مرګ څخه وړاندې خپل امت ته یوه اړینه وینا کوي او د الله تعالی په وړاندې یې له خپل دریځ څخه خبروي، چې د الله تعالی سره یې مینه او محبت تر ټولو لوړې مرتبې ته رسیدلی، لدې امله یې دا مینه او محبت پرته د ابراهیم خلیل الله څخه له نورو ټولو خلکو څخه نفي کړه، ځکه زړه یې د الله له محبت، تعظیم او معرفت څخه ډک شوی، بل چا ته پکې ځای نشته، او خلت - چې د محبت تر ټولو وروستی حد دی - د مخلوق په زړه کې یوازې د یو انسان لپاره وي، نو که چېرته یې له مخلوقاتو څخه څوک خلیل درلودی نو هغه به ابو بکر صدیق - رضي الله عنه - و ، پدې کې د ابوبکر صدیق - رضي الله عنه - فضیلت او له هغه څخه وروسته خلافت ته اشاره ده ، بیا یې د یهودو او نصاراو په اړه خبر ورکړ چې د خپلو پیغمبرانو د قبرونو په اړه له حد نه اوړیدلي دي تردې چې شرکي اډې یې ورڅخه جوړې کړي دي، او خپل امت یې د هغوی په څېر له کړنو څخه منع کړ، او نصارا یوازې یو پیغمبر لري چې هغه عیسی علیه السلام دی، مګر هغوی باور لري چې هغه په زمکه کې قبر لري، او جمعې ته اعتبار په مجموع سره دی، خو صحیح خبره دا ده چې عیسی علیه السلام - اسمان - ته پورته شوی او په دار ندی ځړول شوی او نه خښ شوی دی.(۱)