فرعي ډلبندیانې

د احادیثو لړلیک

زه د الله تعالی په وړاندې لدې بیزاره یم چې له تاسو څخه یو څوک په دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله جل جلاله زه په دوستۍ سره داسې نیولی یم لکه څرنګه یې چې ابراهیم په دوستۍ سره نیولی، او که چېرته ما له خپل امت څخه څوک په خالصې دوستۍ سره نیوه، نو خامخا به مې ابوبکر په دوستۍ سره نیولی و.
عربي انګلیسي فرانسوي
(زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ
عربي انګلیسي فرانسوي
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي
عربي انګلیسي فرانسوي
هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې
عربي انګلیسي فرانسوي