عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَوْمَ خَيْبَرَ:
«لَأُعْطِيَنَّ هَذِهِ الرَّايَةَ رَجُلًا يُحِبُّ اللهَ وَرَسُولَهُ، يَفْتَحُ اللهُ عَلَى يَدَيْهِ» قَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ: مَا أَحْبَبْتُ الْإِمَارَةَ إِلَّا يَوْمَئِذٍ، قَالَ فَتَسَاوَرْتُ لَهَا رَجَاءَ أَنْ أُدْعَى لَهَا، قَالَ فَدَعَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلِيَّ بْنَ أَبِي طَالِبٍ، فَأَعْطَاهُ إِيَّاهَا، وَقَالَ: «امْشِ، وَلَا تَلْتَفِتْ، حَتَّى يَفْتَحَ اللهُ عَلَيْكَ» قَالَ فَسَارَ عَلِيٌّ شَيْئًا ثُمَّ وَقَفَ وَلَمْ يَلْتَفِتْ، فَصَرَخَ: يَا رَسُولَ اللهِ، عَلَى مَاذَا أُقَاتِلُ النَّاسَ؟ قَالَ: «قَاتِلْهُمْ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ فَقَدْ مَنَعُوا مِنْكَ دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ، إِلَّا بِحَقِّهَا وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2405]
المزيــد ...
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وویل:
«زه به دا بیرغ هغه چا ته ورکړم چې د الله او د هغه له رسول سره مینه لري او الله به د هغه په لاسونو فتحه راولي» عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ما هېڅکله امیریت نه دی خوښ کړی مګر په هغه ورځ، وایي؛ ځان مې ورته رانیغ کړ چې غږ راته وشي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب ته غږ وکړ او بیرغ یې ورکړ او ورته یې وویل :«لاړ شه او تر هغه پورې آخوا دېخوا ونه ګورې تر څو چې الله تعالی بری نه وي درکړی» وایې علي یو څه مزل وکړ بیا ودرید او شاته یې ونه کتل، او چغه ئې کړه چې ای د الله رسوله! د څه لپاره له خلکو سره وجنګېږم؟ هغه وفرمایل :«تر هغه پورې ورسره وجنګیږه چې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا کار وکړ، خپله وینه او مال یې درڅخه خوندي کړل، مګر دا چې په حق وي (یعنې وینه یې په حق توی شي او مال یې په حق واخیستل شي) او حساب به یې له الله تعالی سره وي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2405]
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سبا ورځ مدینې منورې ته څېرمه د خیبر ښار په یهودانو د مسلمانانو د بریا خبر ورکړ او دا چې دا کار به د هغه چا په لاس کېږي چې دی به هغه ته بیرغ ورکوي، هغه چې پوځ یې د نښان په توګه کاروي، د دې سړي یوه ځانګړتیا دا ده چې هغه له الله او رسول سره مینه لري او الله او رسول یې ورسره مینه لري.
او عمر بن الخطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه هېڅکله مشري نه ده خوښه کړې پرته له دې ورځې چې ده ته ورکړل شي، په دې هیله چې کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله او د هغه د رسول د مینې په اړه وویل هغه تر لاسه کړي، نو له دې امله عمر رضي الله عنه ځان نیغ کړ تر څو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وګوري؛ پدې هیله چې د مشرۍ لپاره بلنه ورکړي، او لیوالتیا یې درلوده او ټینګار یې کاوه چې بیرغ ورکړل شي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه راوبله او بیرغ یې ورکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته امر وکړ چې له لښکر سره حرکت وکړي او کله چې دښمن سره مخ شو نو؛ جګړه به نه دروي؛ نه به دمه کوي او نه به سولې ته غاړه ږدي، تر څو الله تعالی د لویو برجونو او قلاګانو فتح او بریا ورنصیب کړي او پر دښمن یې برلاسی کړي.
نو علي رضي الله عنه روان شو، بیا ودرید خو شاته یې ونه کتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت ونه شي او په لوړ غږ یې وویل چې: اې د الله رسوله! د څه له امله له خلکو سره وجنګېږم.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر هغه ورسره وجنګېږه چې په دې خبره ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا ومنل او په اسلام کې داخل شول؛ نو ستا څخه یې خپلې وینې او مالونه په امن کې کړل او پر تا حرام شول؛ مګر دا چې په حقه وي؛ یعنې دا چې که چېرته جرم او یا تیری وکړي او بیا د اسلام د قوانینو پر بنسټ د وژلو مستحق وګرځي، او حساب به یې له الله سره وي.