+ -

عَنْ أبي سَعيدٍ الخُدريَّ رضي الله عنه قال: قال رسولُ الله صلَّى الله عليه وسلم ِ:
«إزْرَةُ المُسْلمِ إلى نصفِ السَّاق، وَلَا حَرَجَ -أو لا جُنَاحَ- فيما بينَهُ وبينَ الكعبينِ، وما كان أسفلَ منَ الكعبين فهو في النار، مَن جرَّ إزارَهُ بطرًا لم يَنْظُرِ اللهُ إليه».

[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 4093]
المزيــد ...

له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»

[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبو داود - 4093]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې مسلمان نارینه پرتوګ (هغه څه چې د سړي ښکته نیمایي بدن پوښي) درې حالاتونه لري: لومړی حالت: مستحب دی چې د ساق یا پنډۍ تر نیمایي پورې وي. دویم: جایز حالت چې مکروه نه دی، هغه دا دی چې ازار له نېمایي نه لاندې تر ښنګرو یا ګیټیو پورې وي؛ یعنې د پښې هغه دوه راوتي هډوکو پورې چې د پښې او قدم په بند کې دي. دریم حالت: حرام دی چې ازار د پښو له ښنګرو (ګیټیو) نه لاندې وي، نو د دې خطر شته چې د اور (سوځېدو) وړ وګرځي، خو که دا کار په غرور، خوښۍ، او سرکښۍ سره ترسره شي نو (ترسره کوونکي ته به) الله تعالی (د رحمت په نظر) ونه ګوري.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا ځانګړنه او ګواښ یوازې د نارینه وو لپاره دی او ښځې له دې څخه مستثنا دي، ځکه دوی ته حکم شوی چې خپل ټول بدن پټ وساتي.
  2. هر څه چې د نارینه وو نیمایي ښکته بدن پوښي، ازار بلل کېږي؛ لکه پرتوګ، کالي (جامې) او داسې نور ټول د دې حدیث په یادو شرعي احکامو کې شامل دي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي یوروبایي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه