عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَا زَالَ يُوصِينِي جِبْرِيلُ بِالْجَارِ، حَتَّى ظَنَنْتُ أَنَّهُ سَيُوَرِّثُهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6014]
المزيــد ...

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6014]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې جبرائیل علیه السلام ورته په تکرار سره د ګاونډي په حق ټینګار وکړ - او ګاونډي هغه څوک دی چې کور ته دې نږدې وي؛ خواه که هغه مسلمان وي یا کافر، خپلوان وي او که نه وي - چې حق یې وساتل شي او ازار نه شي، نیکي ورسره وشي او په آزار یې صبر وشي، ( ټینګار تر دې حده و چې ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ګمان وکړ چې د ګاونډي لوی حق او د جبرائیل علیه السلام ټینګار کیدی شي د دې لامل وګرځي چې وحي پرې نازله شي او ګاونډي ته له مرګ نه وروسته په پاتې مال کې برخه ورکړل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ګاونډي د حق عظمت او د مراعتولو وجوب.
  2. د ګاونډي په حق کې پر وصیت ټینګار؛ هغه ته د درناوي، ورسره محبت ساتلو او نیکۍ کولو غوښتنه کوي، او ( تر څنګ یې) له هغه څخه د ضرر دفع کولو، د ناروغتیا پر مهال پوښتنې کولو، د خوښۍ پر مهال مبارکۍ ویلو او د غم پر مهال تعزیت ویلو غوښتنه کوي.
  3. څومره چې د ګاونډي دروازه نږدې وي، هغومره یې حق زیات دی.
  4. د شريعت بشپړتیا؛ چې هر هغه څه ته شامل دی چې د ټولنې اصلاح، له ګاونډيانو سره نیکي کول او ورڅخه ضرر لرې کولو ته شامل دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)