عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يَا أَبَا ذَرٍّ إِذَا طَبَخْتَ مَرَقَةً فَأَكْثِرْ مَاءَهَا، وَتَعَاهَدْ جِيرَانَكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2625]
المزيــد ...

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2625]

تشریح

ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله شوروا پخوې، نو اوبه او ښوروا دې زیات کړه، او خپل ګاونډیان دې پرې وپاله.

د حديث له ګټو څخه

  1. ګاونډیانو سره ښه چلند ته هڅوونه.
  2. د ګاونډیانو ترمنځ د ډالیو د تبادلې مستحبوالی، ځکه چې دا کار مینه زېږوي او مینه کې زیاتوالی راولي، او هغه مهال پدې کار زیات ټینګار کېږي، کله چې خواړه ځانګړې خوشبویي ولري او د ګاونډي اړتیا معلومه شي.
  3. ښو کارونو ته هڅوونه او هر هغه څه چې ممکن وي، حتی که لږ هم وي، څو د مسلمانانو زړونو خوشحاله شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)