عن معقل بن يسار رضي الله عنه مرفوعاً: «ما من عبد يَسْتَرْعِيْهِ الله رَعِيَّةً، يموت يوم يموت، وهو غاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ؛ إلا حرَّم الله عليه الجنة».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له معقل بن یسار رضي الله عنه څخه روایت مرفوع روایت دی «هیڅ یو بنده نشته چې الله د ولس د چارو سرپرستي ورتر غاړي کړي، او د مړینې په ورځ مړ شي، او دی د خپل ولس لره غولونکی وي؛ مګر دا چې الله به پرې جنت حرام کړي ».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
د معقل بن یسار په حدیث کې دا اخطار د رعیت د غولونې له امله دی او هغه دا چې: (هیڅ بنده نشته چې الله رعیت ورترغاړي کړي): یعني هغه ته د ولس پالنه وروسپاري: او رعیت د مرعیت په معنا دی یعنې ولس، یعنې د هغوی د چارو په سمون یې وګماري او د چارو واګي یې ور په لاس کړي، او راعي: د هغه څه ساتونکی او امانتدار کس دی چې الله له رعیت څخه ورسپارلي وي، یعنې - د رعیت - ساتل .(يموت يوم يموت وهو غاش) مړ شي په کومه ورځ چې دی مړ کیږي او خائن وي (لرعیته) خپل رعیت او ولس ته، مراد ورڅخه هغه ورځ ده په کومه کې چې دی مړ کیږي او ساه یې وځي، او له هغه څخه مخکې حالت (ځنکدن) کې چې توبه یې نه قبلیږي. دا ځکه چې چا له خیانت یا غفلت څخه توبه کړي وي هغه د دې اخطار مستحق نه دی، نو له چا چې د واکمنۍ پر مهال خیانت وشو، برابره خبره ده که عامه چارواکي وي او یا ځانګړې؛ نو ریښتوني او په ریښتیاوو ستایل شوي پیغمبر - علیه أفضل الصلاة و أزکی التسلیم - پدې وینا سره ګواښلی چې: (إلا حرم الله عليه الجنة) مګر دا چې الله به پرې جنت حرام کړي، یعنې که - دا کار - یې حلال وګاڼه، یا دا چې - الله تعالی به یې - له لومړنیو کسانو سره جنت ته له ننوتلو منع کړي.