عن عبادة بن الصامت رضي الله عنه قال: بَايَعْنَا رسول الله صلى الله عليه وسلم على السَّمع والطَّاعَة في العُسْر واليُسْر، والمَنْشَطِ والمَكْرَه، وعلَى أَثَرَةٍ عَلَينا، وعلى أَن لاَ نُنَازِعَ الأَمْر أَهْلَه إِلاَّ أَن تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِندَكُم مِن الله تَعَالى فِيه بُرهَان، وعلى أن نقول بالحقِّ أينَما كُنَّا، لا نخافُ فِي الله لَوْمَةَ لاَئِمٍ.
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عبادة بن الصامت - رضی الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سختۍ او اسانۍ، خوښۍ اوناخوښۍ کې په اوریدو او پیروۍ بیعت وکړ، او پر دې چې که چیرته پر مونږ نورو ته ترجیح ورکړل شو ( نو مخالفت به نه کوو) او پردې چې د حاکمانو سره به د قدرت پر سر شخړه نه کوو، مګر دا چې ښکاره کفر ورڅخه ووینئ او تاسو سره پرې د الله تعالی لخوا حجت موجود وي، او دا چې په هر ځای کې حق ووایو، او د الله - تعالی - په حق کې د ملامتوونکو له ملامتۍ څخه ونه ویریږو.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

(بایعنا) یعنې صحابه و - رضي الله عنهم - د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره په اوریدو او پيروۍ ( سمع او اطاعت ) بیعت وکړ، ځکه چې الله - تعالی - فرمایي (يا أيها الذين آمنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم) یعنې ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی د الله او د رسول او د خپلو چارواکو(علماء او حاکمان) پيروي وکړئ. او بیا له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه وروسته حاکمان دوه ډلې دي: علماء او چارواکي (حاکمان). خو عالمان د علم او تبلیغ په چارو کې مسؤولیت لري، او حاکمان د تطبیق او واکمنۍ په چارو کې مسؤولیت لري، وايي: موږ له هغه سره په اورېدلو او پيروۍ کولو بیعت وکړ. او دا قول یې: "په سختۍ او آسانۍ کې" معنی دا ده چې که رعیت د مالدارۍ په حالت کې و یا د غربت، نو په ټول رعیت د خپلو حاکمانو اطاعت واجب دی هغه که شتمن وي او یا غریب، نو په ټول رعیت واکمنانو ته غوږ نیول او له حکمونو څخه یې پیروي کول واجب دي که دوی د پیسو له اړخه مالداره وي یا غریب - بیا هم - په ټول رعیت واجب دي که دوی مالداره وو یا فقیر چې د خپلو چارواکو پیروي وکړي او د خوښې او ناخوښۍ په دواړو حالتونو کې ورته غوږ ونیسي، یعنې دا چې که د هغوی خبره د رعیت نه خوښېدله ځکه چې په داسې څه یې ورته امر کړی وي چې د دوی نفس یې نه غواړي، یا دا چې په هغې سره دوی خوشحاله وي، ځکه چې پداسې څه ورته امر شوی وي چې د دوی طبیعت ورسره اړخ لګوي. "وأثرة علينا" مونږ باندې نورو ته په لومړیتوب ورکولو، معنا دا چې که چیرته یې په عامه شتمنۍ او داسې نور څه سره ځانته پر ولس لومړیتوب ورکړ، هغه څه چې دوی پرې ځانونه آسوده کړي او هغه څوک ترې محروم کړي چې الله پرې دوی ته پاچاهي ورکړې ده، نو بیا یې هم اوریدل او پيروي واجب ده، بیا یې وویل: "وألا ننازع الأمر أهله" یعنې د چارواکو سره د واک په سر شخړه ونه کړو؛ په هغه څه کې چې هغوی الله پر مونږ واکمن کړي دي، د دې لپاره چې واک ورڅخه واخلو، ځکه پدې شخړې سره زیاته خرابي، لویه فتنه، او د مسلمانانو تر منځه جلا والی رامنځته کیږي، او اسلامي امت تل د چارواکو سره د واکمنۍ په سر د شخړو له امله نړیدلی دی، د عثمان -رضی الله عنه- له وخت څخه تر نن ورځې پورې. وایې:" إلا أن تروا كفرًا بواحًا عندكم فيه من الله برهان" مګر دا چې له هغوی څخه ښکاره کفر وګورئ چې تاسو سره پرې د الله لخوا دلیل موجود وي، دا څلور شرطونه دي، کله مو چې دا ولیدل او څلور شرطونه پوره شول نو هغه مهال ورسره د واک په سر شخړه کوو، او له واک څخه د لرې کولو هڅه یې کوو، هغه شرطونه دا دي: اول: چې ویې وګورئ، نو پرې پوهېدل ضروري دي، ځکه یوازې په شک کولو سره په واکمنو راوتل (خروج) روا ندی. دویم: چې کفر وګورو نه فسق (بې لارېتوب) ځکه په بې لاریتوب که واکمنان هر څومره بې لارې شي بیا هم پرې خروج روا ندی، که شراب یې وڅښل، که زنا یې وکړه، که د خلکو سره یې ظلم وکړ، راوتل پرې روا ندي، مګر دا چې صریح کفر مو ولیده چې ښکاره و. دریم: د (الکفر البواح) معنا ښکاره کفر دی، بواح یعنې واضح او ښکاره شی، او هر هغه څه چې د تاویل احتمال پکې شتون ولري، نو راوتل پرې روا ندي، یعنې فرض کړو؛ که چیرته هغوی داسې یو څه وکړي چې مونږ ته کفر ښکاره شي، خو داسې احتمال شتون ولري چې کیدی شي کفر نه وي، نو بیا هم راته روا ندي چې شخړه ورسره وکړو او یا پرې خروج وکړو، - بلکه – خپلې واکمنۍ ته یې پریږدو، خو که صریح او ښکاره و، لکه: چې د زنا د رواوالي او د شرابو څښلو عقیده ولري. څلورم شرط: "عندكم فيه من الله برهان"‍ چې په اړه یې تاسو سره د الله لخوا دلیل وي، معنا دا چې زمونږ سره قاطع دلیل موجود وي چې دا کفر دی، نو که چیرته دلیل د ثبوت له اړخه کمزوری و، او یا په دلات کې کمزوری و، نو بیا هم پرې راوتل روا ندي؛ ځکه چې په هغوی په راوتلو سره ډیر زیات شر او لوی فساد رامنځته کیږي. کله مو چې دا - ټول شرطونه - ولیدل بیا هم شخړه روا نده تر دې چې د لرې کولو ځواک یې ولرو، که چیرته د ولس سره دومره ځواک نه و نو شخړه روا نده؛ ځکه کیدی شي که دوی ورسره شخړه وکړي او ځواک ونه لري، نو هغوی به پاتې نیکان خلک له منځه یوسي، او ټولواکي به یې بشپړه شي، نو دا شرطونه د جواز او یا وجوب لپاره دي؛ په حاکم د خروج واجبیدل خو پدې شرط چې ځواک موجود وي، که چیرته ځواک شتون نه درلوده، نو راوتل پرې روا ندي؛ ځکه دا کار ځان د هلاکت کندې ته غورځول دي؛ ځکه چې – هغه مهال - په خروج کې هیڅ ګټه نه وي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له ګناه پرته په نورو کارونو کې د مسلمانو د چارواکو په اوریدلو او پيروي سره تشویق کول.
  2. ټول هغه څه چې په حدیث کې ذکر شول ثمره یې د مسلمانانو یووالی او د دوی په صفونو کې د ځانځانۍ او مخالفت له منځه وړل دي.
  3. له واکمنانو سره تر هغه وخته پورې شخړه نه کول تر څو له دوی څخه د کفر لیدل ثابت شي، نو هغه مهال یې غندل او د حق ملاتړ اړین دی که هر څومره قربانۍ ته اړتیا ولري.
  4. په اجماع سره په چارواکو راوتل او ورسره جګړه کول حرام دي اګر که دوی فاسقان هم وي، ځکه چې د دوی په وړاندې قیام کولو کې د دوی له بد اخلاقۍ څخه لوی فساد دی، نو له د دوو ضررونو څخه باید کوچنی یې تحمل کړی شي.
  5. له ستر امام سره بیعت یوازې د الله تعالی په اطاعت کې روا ده.
  6. په نیکۍ کې د لوی امام اطاعت په خوښۍ او ناخوښۍ، سختۍ او آسانۍ کې واجب دی، که څه هم د نفس د غوښتنو خلاف وي.
  7. د واکمنو د حقونو درناوی او دا چې خلک باید په اسانۍ او سختۍ، خوښۍ او ناخوښۍ کې د هغوی پیروي وکړي او په هغه لومړیتوب کې چې دوی یې ځانته په نورو ورکوي.