عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: «من خرج من الطاعة، وفارق الجماعة فمات، مات مِيتَةً جاهلية، ومن قاتل تحت راية عِمِّيَّة يغضب لِعَصَبَة، أو يدعو إلى عَصَبَة، أو ينصر عَصَبَة، فقتل، فَقِتْلَة جاهلية، ومن خرج على أمتي، يضرب برها وفاجرها، ولا يَتَحَاشَى من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده، فليس مني ولست منه»،
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
ابو هریره - رضي الله عنه - له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی، او څوک چې د داسې یو بیرغ لاندې وجنګیده چې برخلیک یې نه و معلوم یوازې د خپلوانو او قوم په خاطر توریدلی و، یا دا چې تعصب ته یې بلنه کوله، او یا یې ملاتړ د تعصب له مخې و، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت دی.او چا چې زما پر امت راووت، چې نیک او بد یې له منځه وړي، او د مؤمن په اړه یې پروا نه ساتي، او د هیڅ ژمنې والا سره یې په ژمنه وفا نه کوي، نو هغه له ما څخه ندی او زه له هغه څخه نه یم.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
د دې حدیث مفهوم دا دی چې څوک له هغې ډلې څخه جلا شو چې د یو امام په اطاعت سره راټول شوي وو چې یووالی یې پرې ساتلی و، ټول پرې په یوه خوله راټول شوي وو، او ددوی یې له دښمن څخه ساتنه کوله، بیا - پداسې یو ټولي څوک خروج وکړي - او د مسلمانانو د حاکم له اطاعت څخه ووځي او دی په همدې حال کې مړ شي، نو مرګ یې د جاهلیت د خلکو د مرګ په څېر دی، ځکه د هغوی - د ژوند چارې ګډې وډې وې - امام یې نه درلوده، او څوک چې د هغه بيرغ لاندې وجنګېږيده چې ړوند و، د هغه لوری روښانه نه و، لکه څنګه چې خلک د قوم او قبیلې لپاره جګړه کوي. د خپل توکم لپاره غصه کېږي، توکمپالنې ته بلنه ورکوي، یا یې مرسته او ملاتړ کوي او معنا دا چې د خپل نفس د هوس لپاره جنګېږي او د خپل غضب او د خپل قوم د جنون او د هغه د هوسي غوښتنو لپاره جنګېږي. څوک چې د امت پر خلاف بغاوت وکړي نیک او فاسق، مؤمن او هغه معاهد یې ووژني چې د دوی تر منځه اوسیږي، او هغه ذمي چې د مسلمانانو تر منځه د جزیې ورکولو په مقابل کې ژوند کوي ووژني، او - دغه بغاوت کوونکی او قاتل - د خپلو کړنو هیڅ پروا ونه ساتي، او له ازار او سزا نه یې ونه ویریږي؛ نو له هغه څخه نبي - صلی الله علیه وسلم بیزاره دی.