عَنْ عُثْمَانَ الشَّحَّامِ، قَالَ: انْطَلَقْتُ أَنَا وَفَرْقَدٌ السَّبَخِيُّ إِلَى مُسْلِمِ بْنِ أَبِي بَكْرَةَ وَهُوَ فِي أَرْضِهِ، فَدَخَلْنَا عَلَيْهِ فَقُلْنَا: هَلْ سَمِعْتَ أَبَاكَ يُحَدِّثُ فِي الْفِتَنِ حَدِيثًا؟ قَالَ: نَعَمْ، سَمِعْتُ أَبَا بَكْرَةَ رضي الله عنه يُحَدِّثُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّهَا سَتَكُونُ فِتَنٌ، أَلَا ثُمَّ تَكُونُ فِتْنَةٌ الْقَاعِدُ فِيهَا خَيْرٌ مِنَ الْمَاشِي فِيهَا، وَالْمَاشِي فِيهَا خَيْرٌ مِنَ السَّاعِي إِلَيْهَا، أَلَا فَإِذَا نَزَلَتْ أَوْ وَقَعَتْ فَمَنْ كَانَ لَهُ إِبِلٌ فَلْيَلْحَقْ بِإِبِلِهِ، وَمَنْ كَانَتْ لَهُ غَنَمٌ فَلْيَلْحَقْ بِغَنَمِهِ، وَمَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَلْحَقْ بِأَرْضِهِ»، قَالَ فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ أَرَأَيْتَ مَنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ إِبِلٌ وَلَا غَنَمٌ وَلَا أَرْضٌ؟ قَالَ: «يَعْمِدُ إِلَى سَيْفِهِ فَيَدُقُّ عَلَى حَدِّهِ بِحَجَرٍ، ثُمَّ لِيَنْجُ إِنِ اسْتَطَاعَ النَّجَاءَ، اللهُمَّ هَلْ بَلَّغْتُ؟ اللهُمَّ هَلْ بَلَّغْتُ؟ اللهُمَّ هَلْ بَلَّغْتُ؟»، قَالَ: فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ أَرَأَيْتَ إِنْ أُكْرِهْتُ حَتَّى يُنْطَلَقَ بِي إِلَى أَحَدِ الصَّفَّيْنِ، أَوْ إِحْدَى الْفِئَتَيْنِ، فَضَرَبَنِي رَجُلٌ بِسَيْفِهِ، أَوْ يَجِيءُ سَهْمٌ فَيَقْتُلُنِي؟ قَالَ: «يَبُوءُ بِإِثْمِهِ وَإِثْمِكَ، وَيَكُونُ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2887]
المزيــد ...
له عثمان الشحام څخه روایت دی: زه او فرقَد السبخي مسلم بن أبي بکره ته ورغلو، حال دا چې هغه په خپله ځمکه کې و، موږ ورننووتو او ورته مو وویل: آیا تا له خپل پلار څخه د فتنو په اړه کوم حدیث اورېدلی؟ ویې ویل: هو، ما له ابوبکرة رضي الله عنه څخه اورېدلي، هغه روایت کاوه، ویې ویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي، خبر اوسئ! کله چې دا فتنه راکښته یا واقع شي، نو څوک چې اوښان ولري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه ولري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه ولري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي، یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که څوک نه اوښان ولري، نه پسونه او نه ځمکه، نو څه به کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خپل توره دې واخلي، او د هغې تېغ دې په ډبره وټکوي، بیا دې ځان وژغوري که د ژغورنې توان یې درلوده، بیا یې درې ځلې وویل: اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که زه مجبور کړای شم، تر دې چې یو صف یا یوې ډلې ته بوتللی شم، او یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او زه پرې ووژل شم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او ستا د ګناه بار واخلي، او له دوزخیانو څخه به شي.
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2887]
عثمان الشحام او فرقد السبخي له مسلم بن أبي بكرة رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه چې: آیا له خپل پلار څخه دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه داسې کوم حدیث اورېدلی چې د مسلمانانو ترمنځ د فتنو او جګړو په اړه وي؟ هغه وویل: هو، رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی، چې له ده وروسته به فتنې راشي، او په دغو فتنو کې به ناست، غافل کس چې فتنو کې لاسوهنه نه کوي له هغه کس څخه غوره وي چې پکې روان وي، او روان کس به له هغه کس څخه غوره وي چې فتنو کې لاسوهنه کوي او برخه پکې اخلي. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه چا ته لارښوونه وکړه چې که فتنه د هغه په زمانه کې راښکته شي یا واقع شي، او ده ته کوم پناه ځای موجود وي، نو هلته دې ولاړ شي؛ نو څوک چې اوښان لري چې څري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه لري او څري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه او کرونده لري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي. یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته د هغه کس په اړه څه وایي چې نه اوښان لري، نه پسونه او نه ځمکه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه دې خپله وسله (توره) واخلي، ماته دې یې کړي او خرابه دې کړي، بیا دې وتښتي او خپل ځان او اولاد دې وژغوري که د ژغورنې توان ولري. بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي شاهدي ورکړه او ویې فرمایل: اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ نو یوه سړي وویل: اې د الله رسوله! ته څه وایې که زه مجبور کړای شم چې له یوه صف یا یوې ډلې سره ګډون وکړم، بیا یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او ما ووژني؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او د هغه کس د ګناه بار واخلي چې هغه یې وژلی، او د قیامت په ورځ به د دوزخ له خلکو څخه وي.