عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَدًا بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ، فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ، إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1587]
المزيــد ...
له عبادة بن صامت -رضي الله عنه- څخه روايت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«سره زر په سره زر، سپين زر په سپين زر، غنم په غنم، وربشې په وربشو، (وچه) خرما په (وچې) خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1587]
رسول الله ﷺ په شپږو مشهورو ربوي ډولونو کې د صحيحې او مشروعې معاملې طريقه څرګنده کړې ده. دا شپږ توکي عبارت دي له: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو کله چې معامله د يو ډول په يو ډول وي لکه: سره زر په سرو زرو، يا خرما په خرما نو رسول الله ﷺ ورته دوه شرطونه اېښودلي دي: لومړی: که چیرې شي موزون وي(تلل کیږي) لکه سره زر او سپین زر، نو باید په وزن کې سره برابر وي، او که مکیل وي (پېمانه کیږي) لکه غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو باید په پیمانه کې سره برابر وي. دویم دا چې: پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال ترلاسه کړي او دا کار باید د پلور (معاملې) په مجلس کې وشي. نو که دا ډولونه یو له بله مختلف شول، لکه د سرو زرو پلور په سپینو زرو، یا د خرما پلور په غنمو، نو بيعه جواز لري، خو پدې شرط چې پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال (جنس) د معاملې په مجلس کې ترلاسه کړي؛ که نه، نو دا بيع باطله ده او پلورونکی او پېرودونکی دواړه په حرام سود (ربا) کې اخته شوي دي.