عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا أَسْفَلَ مِنَ الكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزَارِ فَفِي النَّارِ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 5787]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
« ازار (پېڅې او یا کمیس) چې له ښنګرو ښکته وي هغه به په اور کې وي».

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 5787]

تشریح

نبي ﷺ نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې خپل ټول لباس چې د دوی د بدن لاندې برخه پټوي لکه کمیس یا پتلون د پښو تر ګیټیو لاندې ښکته نه کړي، ځکه څوک چې خپلې جامې یا پېنڅې له ښنګرو نه لاندې ښکته کړي نو سزا یې دا ده چې د دې کار له امله به دی په اور کې وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث نارینه وو ته د جامو د اوږدوالي او له ښنګرو څخه ښکته کول منع کوي، او په ډاګه کوي چې دا کبیره ګناه ده.
  2. ابن حجر وايي: له اسبال څخه په مطلق ډول هغه اوږدوالی مستثنا دی چې د ضرورت له امله رامنځته شوی وي؛ لکه د چا په ښنګرو کې چې زخم وي، نو په لوڅولو سره یې مچان او داسې نور څیزونه ازاروي او دا چې له دې پرته بله لار ونه لري.
  3. دا حکم یوازې د نارینه وو لپاره دی، ځکه ښځو ته سپارښتنه شوې چې خپل لباس د ښنګرو لاندې د نیم ګز په اندازه اوږد کړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (36)