عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الرجل يلبس لِبْسَةَ المرأة، والمرأة تلبس لِبْسَةَ الرجل.

[صحيح] - [رواه النسائي في الكبرى وابن ماجه بمعناه وأحمد] - [السنن الكبرى للنسائي: 9209]
المزيــد ...

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.

[صحيح دی] - [النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دی] - [د النسائي السنن الکبری - 9209]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدو او شړلو ښېرا کړې ده چې د ښځو ځانګړي لباسونه اغوندي؛ برابره خبره ده که دا په بڼه، رنګ، طرز، د اغوستلو په طریقې، سینګار یا نورو شیانو کې وي. یا د یوې ښځې لپاره هم د نارینه وو د جامو تقلید کول، چې دا هم د کبیره ګناهونو څخه ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. شوکاني ويلي: د ښځو لپاره د نارينه وو تقليد کول او د نارينه وو لپاره د ښځو تقليد کول حرام دي، ځکه چې لعنت يوازې په حرام کار پورې اړه لري.
  2. ابن عثیمین ویلي: که چېرې یو څه د دوی ترمنځ شریک وي، لکه ځینې زېرپېرانونه چې نارینه او ښځینه یې اغوندي، نو پدې کې هېڅ ګناه نشته، یعني د نارینه او ښځینه وو لپاره د دې اغوستل هېڅ ګناه نلري، ځکه چې دا مشترک شیان دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (43)
نور