د احادیثو لړلیک

څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی
عربي انګلیسي اردو
د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي
عربي انګلیسي اردو
څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي
عربي انګلیسي اردو
یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي
عربي انګلیسي اردو
لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ
عربي انګلیسي اردو
مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه
عربي انګلیسي اردو