عن أبي صِرْمة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 1940]
المزيــد ...

له ابوصرمة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».

[حسن] - [ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 1940]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان ته له زیان رسولو او یا ورته د تکلیف رسولو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ که دا تکلیف رسول د هغه په مال کې وي او یا ځان کې، او دا چې که څوک دا کار وکړي، نو الله تعالی به هغه ته سزا ورکړي او د هغه د کړني سره سم به یې مجازات کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. مسلمان ته له ضرر رسولو او تکلیف ورکولو څخه ممانعت.
  2. د خپل بنده لپاره د الله تعالی غچ اخیستل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور