عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى قَالَ: لَقِيَنِي كَعْبُ بْنُ عُجْرَةَ، فَقَالَ: أَلاَ أُهْدِي لَكَ هَدِيَّةً؟
إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ عَلَيْنَا، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَدْ عَلِمْنَا كَيْفَ نُسَلِّمُ عَلَيْكَ، فَكَيْفَ نُصَلِّي عَلَيْكَ؟ قَالَ: «فَقُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عبدالرحمن بن ابي لیلة څخه روایت دی، وایي چې: کعب بن عجره راسره مخ شو، نو ویې وییل: ایا زه تاته ډالۍ در نه کړم؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړي چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې پر هغه څنګه درود ووایي؟ وروسته له دې چې په التحیات کې یې پرې سلام اچول زده کړي وو: "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته..."؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د درود وییلو او معنی په اړه یې خبر ورکړ: "اللهم صلِّ على محمدٍ وعلى آل محمد" "اې الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه. یعنې: په لوړ مجلس کې یې په ښایسته وینا سره یاد کړه، او په دین کې د هغه د پیروانو او له خپلوانو څخه یې د مؤمنانو تر منځه. "لکه څنګه دې چې د ​​​​ابراهيم پر کورنۍ درود ویلی دی" لکه څنګه چې تا د ابراهیم علیه السلام پر کورنۍ، یعنی ابراهیم، ​​اسماعیل، اسحاق او د هغوی په اولاده او د هغوی په وفادارو پیروانو خپل احسانونه نازل کړي دي، همدغسې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې هم خپل رحمت نازل کړه. "په يقين سره چې ته ستايل شوی او شرافت والا ذات يې" يعنې: هغه چې په خپل ذات، صفاتو او کړنو کې ستايل شوی یې، او په عظمت، واکمنۍ او سخاوت کې پراخه یې. "اللهم بارك على محمدٍ وعلى آل محمد كما باركتَ على آل إبراهيم" ای الله! برکت نازل کړه پر محمد صلی الله عليه وسلم او د محمد صلی الله عليه وسلم پر آل باندې، لکه څنګه چې دې برکت نازل کړی د ابراهیم عليه السلام پر آل باندې. يعنې هغه ته تر ټولو لوى خير او شرف وركړې او ورته یې زیات او ثابت کړې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. سلفو به علماوو د علم په اړه سره بحثونه کول.
  2. د لمانځه په وروستي تشهد کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وېیل واجب دي.
  3. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته پر هغه سلام او درود وېیل ورزده کړي وو.
  4. دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود وېیلو تر ټولو بشپړه صیغه ده.
نور