عن خولة الأنصارية رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إن رجالاً يَتَخَوَّضُون في مال الله بغير حق، فلهم النار يوم القيامة».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
د خولة الأنصارية - رضي الله عنها - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی».
صحيح - بخاري روايت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د هغه خلکو په اړه خبر ورکوي چې د مسلمانانو مالونه په باطل سره په ناحقه لګوي، په دې کې د یتیمانو د مالونو خوړل او له اړمنو خلکو پرته د وقف مالونه لګول چې مستحق یې نه وي او د امانتونو څخه انکار کول او د عامه مالونو څخه له حق یا اجازې پرته ګټه اخیستل شامل دي، او هغه - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړ چې پدې سره به یې د قیامت په ورځ سزا اور وي.