عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ الدُّنْيَا حُلْوَةٌ خَضِرَةٌ، وَإِنَّ اللهَ مُسْتَخْلِفُكُمْ فِيهَا، فَيَنْظُرُ كَيْفَ تَعْمَلُونَ، فَاتَّقُوا الدُّنْيَا وَاتَّقُوا النِّسَاءَ، فَإِنَّ أَوَّلَ فِتْنَةِ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَانَتْ فِي النِّسَاءِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

ابو سعید الخدري رضي الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«إِنَّ الدُّنْيَا حُلْوَةٌ خَضِرَةٌ، وَإِنَّ اللهَ مُسْتَخْلِفُكُمْ فِيهَا، فَيَنْظُرُ كَيْفَ تَعْمَلُونَ، فَاتَّقُوا الدُّنْيَا وَاتَّقُوا النِّسَاءَ، فَإِنَّ أَوَّلَ فِتْنَةِ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَانَتْ فِي النِّسَاءِ». «په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دنیا په خوند کې خوږه او په نظر کې شنه ده، نو انسان پرې دوکه کیږي او پکې ور ډوبیږي او هغه یې خپل لوی غم ګرځولې ده. او الله جل جلاله له موږ څخه ځینې په دې دنیوي ژوند کې داسې ګرځولي دي چې یو د بل ځای ناستي کیږي، تر څو وګوري چې څه کوو، آیا طاعت یې کوو که نافرماني یې کوو؟ بیا یې وفرمایل: پام کوئ چې دنیا مو په لذتونو او زینتونو دوکه نه کړي، ځکه هغه کارونه به درباندې وکړي چې الله تعالی یې درته د پرېښودلو امر کړی او په هغه څه به مو اخته کړي چې ترې یې منع کړي یاست. او د دنیا له سترو فتنو څخه چې ځان ترې باید وساتل شي د ښځو فتنه ده، او دا لومړۍ فتنه وه چې بنی اسرائیل پکې ښکېل شول.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په پرهیزګارۍ ټینګار او د دنیا په ظاهري شیانو او ښکلا نه بوختېدل.
  2. په ښځو له دوکه کېدلو څخه ځان ساتل، دا چې هغوی ته وکتل شي، یا ورسره د بیګانه سړیو اختلاط عادي وګڼل شي او داسې نور.
  3. د ښځو فتنه په دنیا کې له سترو فتنو څخه ده.
  4. د تېرو امتونو څخه عبرت اخېستل، هغه څه چې بني اسرائیلو ته پېښ شوي ممکن له نورو سره هم وشي.
  5. د ښځو فتنه دا ده چې؛ که مېرمن وي نو خاوند به له توان څخه پورته لګښت کولو ته اړباسي، نو د ديني چارو څخه به یې مشغولوي او دې ته به یې اړ باسي چې د دنیا ګټلو پسې ځان برباد کړي، او که چېرته بیګانه وي نو فتنه یې د سړیو دوکه کول او له حق څخه اړول دي کله چې دا ښځې له کوره ووځي او سړیو سره اختلاط وکړي، په ځانګړې توګه کله چې بربنډې او بې پردې وي، او کېدای شي له دې امله په بېلا بېلو درجو سره په زنا اخته شي، نو مؤمن باید الله جل جلاله ته پناه یوسي، تر څو یې د دوی له فتنې څخه وساتي.