+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ».

[حسن لغيره] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 2174]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ». "یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده".

[صحيح] - [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی] - [سنن ترمذی - 2174]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د الله جل جلاله په لار کې د جهاد تر ټولو ستر او ګټور ډول د ظالم حاکم یا ټولواک پر وړاندې د حق او انصاف وینا ده؛ ځکه چې دا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په شعیره عمل دی، برابره خبره ده که دا په وینا سره وي، یا لیکنه او یا کړنې او داسې نورو سره چې مصلحت پرې تر لاسه کیږي او د فساد مخنیوی پرې کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول جهاد دی.
  2. واکمن ته نصیحت کول د جهاد له سترو ډولونو څخه دی، خو باید په علم، حکمت او استقامت سره وشي.
  3. خطابي فرمايي: دا ځکه تر ټولو غوره جهاد دی؛ ځکه چې څوک د دښمن په مقابل کې جهاد کوي نو هغه د امید او وېرې تر منځه زړه نا زړه وي، نه پوهېږي چې بریا به ترلاسه کړي او که ماتې به وخوري، او د واک خاوند خو برلاسی زورور دی، نو که دی حق ووایي او په نیکۍ ورته امر وکړي نو له بربادۍ سره مخ کیږي او ځان یې د هلاکت لپاره په نښه کړ، لدې امله دا د جهاد غوره ډول شو، ځکه چې ویره پکې غالبه ده او داسې هم ویل شوي چې: لدې امله غوره جهاد دی چې: که چیرته یې واکمن خبره ومني نو ګټه به یې زیاتو خلکو ته ورسیږي او مصلحت به پرې رامنځته شي.