عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «الكبائر: الإشراك بالله، وعُقُوق الوالدين، وقتل النفس، واليمين الغَمُوس».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
له عبدالله بن عمرو بن العاص – رضي الله عنه – څخه روایت دی – چې رسول الله صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نافرماني کول، د نفس وژل، او په دروغو باندې قسم خوړل دی.
صحيح - بخاري روايت کړی دی
دا حدیث د یو شمیر هغو ګناهونو په اړه دی چې په لویو ګناهونو نومول شوي دي، او پدې نوم سره نومول یې د هغه لوی ضرر له امله دي چې تر سره کوونکي او خلکو ته په دنیا او اخرت کې رسیږي؛ لومړی یې «له الله سره شرک کول» دي: یعنې په الله تعالی باندې کفرکول، داسې چې د هغه سره د بل چا عبادت وشي او د خپل رب له عبادت څخه سرغړونه وشي، دویم يې د مور او پلار نافرماني ده: د نافرمانۍ مفهوم دا دی چې: د مور او پلار سره یا د دوی څخه له یو سره داسې یو عمل تر سره شي چې د دود له مخې پرې هغوی ازاریږي لکه د هغوی احترام نه کول، هغوی ته سپکې سپورې ویل، او د اړتیا پر مهال یې د اولاد لخوا د ضرورتونو نه ترسره کول، او دريم يې په ناحقه «د نفس وژل» دي: لکه په ظلم او تیري سره قتل کول، خو که يو څوک په حقه د وژلو مستحق وي لکه قصاص او داسې نور.. نو هغه د دې حديث په مفهوم کې نه راځي. بیا حدیث له "غموس قسم" څخه په ویرولو سره پای ته ورسید: دې قسم ته غوموس ځکه وویل شو چې دا خپل مالک په ګناه یا اور کې ډوبوي. ځکه چې هغه د پوهې سره په دروغو قسم یاد کړی.