عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رضي الله عنهما أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ، وَإِذَا دَخَلَ، فَلَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ، وَإِذَا لَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ وَالْعَشَاءَ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې وییل یې:
«إِذَا دَخَلَ الرَّجُلُ بَيْتَهُ، فَذَكَرَ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ وَعِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: لَا مَبِيتَ لَكُمْ، وَلَا عَشَاءَ، وَإِذَا دَخَلَ، فَلَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ دُخُولِهِ، قَالَ الشَّيْطَانُ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ، وَإِذَا لَمْ يَذْكُرِ اللهَ عِنْدَ طَعَامِهِ، قَالَ: أَدْرَكْتُمُ الْمَبِيتَ وَالْعَشَاءَ». "کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته د ننوتلو او له ډوډۍ خوړلو مخکې د الله جل جلاله په یادولو امر کړی او که کور ته د ننوتو او د خوراک پیلولو په وخت کې یې د الله نوم یاد کړ او (بسم الله) یې وویله: نو شیطان خپلو مرستیالانو ته وایي: تاسو په دې کور کې د شپې تېرولو یا ډوډۍ خوړلو برخه نه لرئ؛ ځکه چې خاوند یې د الله جل جلاله په یادولو سره له تاسو څخه ځان وساته. خو که یو سړی خپل کور ته ننوځي او د ننوتلو یا خوراک کولو په وخت کې الله یاد نه کړي، نو شیطان خپلو مرستندویانو ته ووايي چې د شپې ځای او ډوډۍ مو پدې کور کې ده.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. کور ته د ننوتلو او د خوراک پر مهال د الله جل جلاله یادول مستحب دي، ځکه چې شیطان په کورونو کې شپې تیروي او د کور د خلکو له خوړو څخه هغه مهال خوراک کوي چې الله جل جلاله یاد نه کړي.
  2. شیطان بني آدم په کار، چال چلند او ټولو چارو کې څاري، نو کله چې د الله جل جلاله له یاد څخه غفلت وکړي، هغه څه ترې ترلاسه کوي چې هغه یې ترې غواړي.
  3. د الله جل جلاله یادول شیطان شړي.
  4. هر شیطان پیروان او دوستان لري چې په ​​​​ویناوو یې خوشحالیږي او له امر څخه یې پيروي کوي.