1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي

عن أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«لَا يَحِلُّ لِرَجُلٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، يَلْتَقِيَانِ، فَيُعْرِضُ هَذَا وَيُعْرِضُ هَذَا، وَخَيْرُهُمَا الَّذِي يَبْدَأُ بِالسَّلَامِ».

له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 6077

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلې ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور له درېو شپو څخه زیات پرېږدي ( اړیکه ورسره پرې کړي ) پداسې حال کې چې کله هر یو له بل سره مخ کیږي نو سلام پرې نه اچوي او نه ورسره خبرې کوي.
د دغو دوو جګړه مارو تر منځه غوره هغه څوک دی چې د پرېکون له منځه وړلو هڅه کوي، او په سلام پيل کوي، او دلته له پرېکون څخه موخه د ځان په خاطر پرېښودل دي، او د الله تعالی لپاره (د یو چا) پرېښودل؛ لکه د ګناهکارانو، بدعتیانو او بدو ملګرو پرېښودل نو د دې لپاره نېټه نه ټاکل کیږي، بلکه دا پرېکون به د مصلحت پورې تړلي وي، او د مصلحت په له منځه تللو سره به له منځه ځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د انساني فطرت په نظر کې نیولو سره د دریو او یا له درېو ورځو څخه د لږ وخت لپاره د پرېکون روا والی، نو درې ورځې پرېکون معاف دی، تر څو رامنځته شوې پدیده له منځه لاړه شي.
  2. د سلام فضیلت، او دا چې سلام هغه څه (کینه او حسد) چې په نفس کې دي له منځه وړي، او دا د مینې نخښه ده.
  3. اسلام د خپلو پيروانو تر منځه په ورورګلوۍ او نږدېوالي ټینګار کوي.

د ژباړو راړول

68 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
AK Akan الأكانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
RN Kirundi الكيروندي
YAO Yao الياو
KMR Kurmancî الكرمنجية