د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي
کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي
لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ». " تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ، او کله چې تاسو له هغوی څخه د یو سره مخ شوئ نو تنګې لار ته یې اړ کړئ
يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې
کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس
هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي