ډلبندي: فضایل او آداب .

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا:
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الإِسْلاَمِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأُ السَّلاَمَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په اسلام کې کوم صفت ډیر غوره دی؟ هغه دوه ځانګړنې یادې کړې:
لومړی: مسکينانو ته ډیره ډوډۍ ورکول لکه: صدقه، تحفه، مېلمستيا او ولیمه او د خوراک ورکولو فضيلت قحطۍ او قیمتۍ پر مهال لاپسې زیاتیږي.
او دویمه: هر مسلمان ته سلام اچول، برابره خبره ده که یې پېژنې یا یې نه پېژنې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. صحابه کرامو د هغو خویونو پېژندلو ته ډیره لېوالتیا درلوده چې په دنیا او اخرت کې ګټور دي.
  2. سلام اچول او ډوډۍ ورکول په اسلام کې له غوره عملونو څخه دي؛ ځکه فضیلت لري او خلک ورته په هر وخت کې اړتیا لري.
  3. پدې دوو خویونو سره، احسان په قول او عمل کې یوځای کیږي، او دا ترټولو بشپړ احسان دی.
  4. دا خویونه د مسلمانانو تر منځه خپلمنځي خویونه دي، او ځینې نور خویونه شته چې د بنده د خپل رب سره د چلن په اړه دي.
  5. په سلام سره پېل کول په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځه دي، لدې امله کافر ته په سلام پېل نه کیږي.