عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:«حقُّ المُسلمِ على المُسلمِ خمسٌّ: ردُّ السلام، وعِيَادَةُ المريض، واتباع الجنائز، وإجابة الدَّعوة، وتَشميتُ العاطِس».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مسلمان پر مسلمان پنځه حقونه لري: د سلام ځوابول، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، د بلنې منل، او پرنجی کوونکي ته ځواب ویل».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
پدې حدیث کې د یو مسلمان پر بل مسلمان د حقونو په اړه وضاحت شوی دی. مسلمان پر خپل مسلمان ورور ډیری حقونه لري، خو نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - کله د پاملرنې او اهمیت په خاطر له ډیرو شیانو څخه د یو څو ټاکلو یادونه کوي، له جملې څخه هغه چې ابو هریره رضي الله عنه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یادونه کړې ده چې فرمایلي یې دي: مسلمان پر مسلمان پنځه حقونه لري : د سلام جوابول: یعنې کله یې چې درباندې سلام واچاوه نو جواب یې ورکړه، او په یو بل حدیث کې: مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري، کله چې ورسره مخ شوې نو سلام پرې واچوه، نو دا حقونه چې چا د مسلمانانو په وړاندې په مناسبه توګه ادا کړل، لدې پرته د نورو حقونو ادا کول پرې په طریقه اولی سره دي، او پدې واجباتو او حقونو کې د الله تعالی لخوا ډیرې ښیګڼې او لوی اجر دی پدې شرط چې د الله لپاره ادا شي، د دې حقونو لومړی حق دا دی چې: کله ورسره مخ شوې نو سلام پرې واچوه، او په یو بل حدیث کې "د سلام جوابول". دویم حق: د ناروغ پوښتنه کول؛ کله چې ناروغ شي او په کور، روغتون او یا بل ځای کې له خلکو نه جلا شي، نو پر مسلمانانو ورونو حق لري چې پوښتنه یې وکړي . او دریم حق: د جنازې پسې تلل او بدرګه کول دي: یو مسلمان په خپل مسلمان ورور حق لري چې جنازې پسې یې له کوره تر مصلی پورې لاړ شي - که چېرته جنازه په جومات کې کیږي او یا په کوم بل ځای کې، او بیا تر مقبرې پورې. څلورم حق: د بلنې منل: د مسلمان حق پر مسلمان دا دی چې کله بلنه ورکړي نو بلنه یې ومني. پنځم حق: پرنجی کوونکي ته جواب ویل: داسې چې پرنجی د الله نعمت دی؛ چې د انسان د بدن په غړو کې دا بنده هوا له داسې منفذونو څخه راووځي چې الله ورته برابر کړي دي او په دې سره پرنجی کوونکي ته د سکون احساس وشي، نو ورته په کار دي چې پدې نعمت د الله حمد او ثنا اداء کړي ( الحمد لله ) ووایي، او ورور ته یې مشروع دي چې ورته ووایي "يرحمك الله" الله دې پر تا رحم وکړي. او هغه ته یې امر کړی چې پدې وینا سره جواب ورکړي "يهديكم الله ويصلح بالكم"، الله دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو چارې دې سمې کړي، او څوک چې د الله ثنا ادا نه کړي، نو هغه مستحق ندی چې دعا ورته وشی، او پرته له ځان څخه دې څوک نه ملامتوي.