د احادیثو لړلیک

د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
عربي الإنجليزية الأوردية
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ)
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه
عربي الإنجليزية الأوردية