د احادیثو لړلیک

کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
عربي الإنجليزية الأوردية
د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
عربي الإنجليزية الأوردية
آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي
عربي الإنجليزية الأوردية
د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول
عربي الإنجليزية الأوردية
یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي
عربي الإنجليزية الأوردية
پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يُحِبُّهَا فَإِنَّهَا مِنَ اللَّهِ، فَلْيَحْمَدِ اللَّهَ عَلَيْهَا وَلْيُحَدِّثْ بِهَا، وَإِذَا رَأَى غَيْرَ ذَلِكَ مِمَّا يَكْرَهُ، فَإِنَّمَا هِيَ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَلْيَسْتَعِذْ مِنْ شَرِّهَا، وَلاَ يَذْكُرْهَا لِأَحَدٍ، فَإِنَّهَا لَنْ تَضُرَّهُ». «کله چې په تاسو کې څوک داسې یو خوب وویني چې خوښوي یې، نو هغه د الله له لورې دی، د الله ستاینه دې وکړي او نورو ته دې ووایي، او که چېرته یې له دې پرته بل ډول ولیده چې نه یې خوښاوه، نو هغه شیطاني خوب دی، له شر څخه دې پناه وغواړي او هېچاته دې نه وایي، (که داسې یې وکړل نو) ضرر به ورته ونه لري
عربي الإنجليزية الأوردية
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ)
عربي الإنجليزية الأوردية
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي
عربي الإنجليزية الأوردية
ښه خوب لیدل د الله له طرفه دي او بد خوب د شیطان له طرفه، نو که ستاسو څخه یو څوک داسې خوب وویني چې ترې ډاریږي، خپل کیڼ اړخ ته دې لاړې تو کړي، او د هغه خوب له شر څخه دې په الله پناه وغواړي، نو هغه ته به زیان نه رسوي
عربي الإنجليزية الأوردية
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه
عربي الإنجليزية الأوردية
ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې
عربي الإنجليزية الأوردية
سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي
عربي الإنجليزية الأوردية
لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ». " تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ، او کله چې تاسو له هغوی څخه د یو سره مخ شوئ نو تنګې لار ته یې اړ کړئ
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟
عربي الإنجليزية الأوردية
يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې
عربي الإنجليزية الأوردية
مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ». «څوک چې په لات او عزا قسم وخوري نو لا اله الا الله دې ووايي، او که څوک خپل ملګري ته ووايي چې راځه قمار بازي وکړو نو صدقه دې ورکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ}
عربي الإنجليزية الأوردية
په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې
عربي الإنجليزية الإندونيسية
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري
عربي الإنجليزية الأوردية
شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
اللَّهُمَّ قِنِي عَذَابَكَ يَوْمَ تَجْمَعُ أَوْ تَبْعَثُ عِبَادَكَ" ای الله، په هغې ورځ ما له عذاب څخه وساته چې ته خپل بندګان پکې راټولوې او يا راپاڅوې
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي
عربي الإنجليزية الأوردية
سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ
عربي الإنجليزية الإندونيسية
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمانې ښځې ته روا نه دی چې د یوې شپې په اندازه له خپل نارینه محرم پرته سفر وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي
عربي الإنجليزية الأوردية
أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي
عربي الإنجليزية الأوردية
قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم
عربي الإنجليزية الإندونيسية