+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: يُؤْذِينِي ابْنُ آدَمَ يَسُبُّ الدَّهْرَ وَأَنَا الدَّهْرُ، بِيَدِي الأَمْرُ أُقَلِّبُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4826]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4826]

تشریح

نبي ﷺ خبر ورکړی چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایي: انسان ما ازاروي او زما په حق کې نېمګړتیا کوي، کله چې د مصیبتونو او ناخوالو پر مهال پر زمانه بد وایې؛ ځکه الله جل جلاله د هرې پېښې چارسمبالی او مدبر دی؛ نو پر زمانې بد ویل په الله جل جلاله بد ویل دي، او زمانه خو یو مسخر مخلوق دی، چې د الله تعالی په امر پکې پېښې واقع کېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث هغه ډول حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کېږي؛ دا هغه حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له خوا دي، خو د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو کتابونو سره یې پرې توپیر کېږي، لکه دا چې (د قرآن کریم) په تلاوت سره عبادت کېږي، د را اخستلو لپاره یې طهارت کېږي او خلک پرې ننګول شوي دي.
  2. له الله سبحانه وتعالی سره په وینا او عقیده کې ادب مراعتول.
  3. اړینه ده چې انسان په تقدیر او قضا باور ولري، او د اذیتونو پر وړاندې صبر وکړي.
  4. اذیت له ضرر څخه جلا دی؛ انسان د ناوړه خبرو په اورېدو یا لیدو سره اذیت ویني، خو له دې سره ضرر نه ویني، همداراز، انسان د بد بوی لکه د پیاز او هوږې له بوی څخه اذیت ویني، خو له دې سره ضرر نه ویني.
  5. الله سبحانه وتعالى د خپلو بندګانو له ځینو بدو کړنو څخه خوښ نه وي او دا کارونه یې نه خوښېږي، خو سره له دې، هېڅ زیان ورته نه رسېږي؛ ځکه هغه ذات له هر ډول نقصان، اړتیا او کمښت څخه پاک دی، لکه څنګه چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایي: «اې زما بندګانو! تاسو نه زما ضرر ته رسېدای شئ چې ما ته زیان راورسوئ او نه زما نفعې ته رسېدای شئ چې ما ته ګټه راورسوئ».
  6. زمانې (دهر) ته سپکاوی او توصیف یې درې ډولونه لري: ۱ - په داسې ډول د زمانې سپکاوی چې د کړنې نسبت ورته وشي؛ یعنې دا باور ولري چې زمانه ده چې حالات ښه یا بد کوي! چې دا لوی شرک دی؛ ځکه دی باور لري چې له الله سره بل خالق شته، او پېښې یې غیر الله ته منسوب کړې دي، ۲- داسې چې زمانې ته سپکاوی وکړي، پدې عقیده نه چې زمانه د حوادثو تر سره کوونکې ده؛ بلکې باور یې دا وي چې الله تعالی یې کوونکی دی، خو زمانه ځکه ملامتوي چې دا ناخوښه پېښې پکې رامنځته شوي دي؛ دا ډول سپکاوی حرام دی، ۳-چې موخه یې یوازې پېښه وي، نه ملامتول؛ او دا جائز دی، لکه د لوط علیه السلام قول چې ویې ویل: {وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ} یعنې دا یوه سخته ورځ ده.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه