د احادیثو لړلیک

کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
عربي الإنجليزية الأوردية
آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي
عربي الإنجليزية الأوردية
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللَّاتِ وَالعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَمَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ». «څوک چې په لات او عزا قسم وخوري نو لا اله الا الله دې ووايي، او که څوک خپل ملګري ته ووايي چې راځه قمار بازي وکړو نو صدقه دې ورکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
قسم خوړل د مال خرڅولو (پلورلو) لپاره وسیله، خو د برکت ختمېدو سبب ګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم
عربي الإنجليزية الإندونيسية