عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي] - [سنن الترمذي: 2002]
المزيــد ...

له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي".

[صحيح دی] - [ابو داود او الترمذي روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2002]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ له کړنو او ویناوو څخه تر ټولو دروند شی د مؤمن په تله کې ښه اخلاق دي، چې هغه پراخه تندی، ضرر لرې کول او نیکۍ کول دي. الله تعالی د هغه څه څخه کرکه کوي چې په عمل او خبرو کې بد دی او هغه څه چې پر ​​ژبه پوچ او فحش وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښو اخلاقو فضیلت؛ ځکه چې خپل خاوند ته د الله تعالی سره مینه او د هغه عبادت په میراث پریږدي او د قيامت په ورځ تر ټولو ستر شيان چې تلل کیږي همدا دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)
نور