عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «كان رجل يُدَايِنُ الناس، وكان يقول لفَتَاه: إذا أَتَيْتَ مُعْسِرًا فَتَجَاوَزْ عنه، لعَلَّ الله أن يَتَجَاوَزَ عنَّا، فَلَقِيَ الله فتَجَاوز عنه».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی چې : «یو سړی و چې خلکو ته به یې قرض ورکاوه، او خپل سړي ته به یې وییل: کله چې د قرض دار پسې ورغلې او څه یې نه درلودل نو ورته ترې تېر شه، کیدای شي الله تعالی مونږ ته - زمونږ له ګناهونو - راتېر شي، نو - دا سړی - چې کله د الله تعالی سره مخ شو، الله تعالی ورته - له ګناهونو څخه تېر شو (بخښنه یې ورته وکړه)».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
د حدیث معنا: "كان رجُلٌ يُدَايِنُ النَّاس" یو سړی و چې خلکو سره به یې د قرض معامله کوله، یا دا چې په نیټه به یې پرې توکي پلورل، او خپل هغه غلام ته به یې وییل چې له خلکو څخه به یې قرضونه راټولول: کله چې قرضدار ته ورغلې او دومره څه یې نه درلودل چې قرض پرې خلاص کړي د ناتوانۍ له امله "فَتَجَاوَزْ عنه" نو ورته ترې تېر شه، داسې چې یا مهلت ورکړې او په قرض خلاصولو یې سمدلاسه مجبور نه کړې ، او یا دا چې څومره ورسره وي بسنه پرې وکړې اګر که یو څه تاوان هم پکې وي. "لعَلَّ الله أن يَتَجَاوَزَ عنَّا" کیدی شي چې الله تعالی - مونږ ته زمونږ له ګناهونو - راتېر شي، یعنې بخښه راته وکړي ځکه چې مونږ یې بندګانو ته - له خپل حق څخه - ورتېر شو او له اسانۍ مو ورسره کار واخیست او سختي مو ورسره ونه کړه،