عن أبي كريمة المقداد بن معد يكرب رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إِذَا أَحَبَّ الرَّجُلُ أَخَاهُ، فَلْيُخْبِرْهُ أَنَّهُ يُحِبُّهُ».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في السنن الكبرى وأحمد]
المزيــد ...

له ابو کریمة؛ المقداد بن معد یکرب -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه ولري، نو هغه دې خبر کړي چې مینه ورسره لري.
صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

ډیری حدیثونه د الله تعالی لپاره له یو بل سره مینې کولو ته بلنه کوي او د ثواب په اړه یې خبر ورکوي، دا حدیث یو مهم مطلب ته اشاره کوي چې د مومنانو په اړیکو کې یو له بل سره خورا لوی تاثیر لري، همدا رنګه - د دوی تر منځه - محبت خپروي، هغه داسې چې خپل ورور ته خبر ورکوي چې مینه ورسره لري، او دا -کار - د ټولنیز جوړښت ساتنه کوي له هر هغه څه نه چې سره یې جلا کوي او یا یې له منځه وړي، دا کار په اسلامي ټولنه کې د افرادو تر منځ په مینه او محبت خپرولو او په اسلامي ورورولۍ سره د ټولنیزو اړیکو په پياوړي کولو سره کیږي، دا ټول کارونه د محبت د اسبابو په کارولو سره تر سره کیږي لکه یو بل سره د الله لپاره له مینې او محبت درلودلو څخه خبرول.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. څوک چې د الله لپاره د خپل ورور سره مینه وکړي هغه دې خبر کړي.
  2. د هغه د خبرولو ګټه دا ده چې که هغه پوه شي چې ورور یې له هغه سره مینه لري، نو د هغه نصیحت به ومني په هغه څه کې چې د خپلې هوښیارتیا له مخې یې ورته لارښوونه کړې ده، او خبره به یې رد نه کړي د هغه اصلاح په اړه چې پر ده باندې پټه وه.
  3. مستحب دی چې د الله لپاره د چا سره مینه ولرې هغه خبر کړې، تر څو یې مینه او محبت لا پسې زیات شي.
نور