عَنْ المُغِيرَةِ رضي الله عنه قَالَ:
كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَأَهْوَيْتُ لِأَنْزِعَ خُفَّيْهِ، فَقَالَ: «دَعْهُمَا، فَإِنِّي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ» فَمَسَحَ عَلَيْهِمَا.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: «دَعْهُمَا، فَإِنِّي أَدْخَلْتُهُمَا طَاهِرَتَيْنِ». « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.

صحيح - متفق علیه دی، او دا لفظ د بخاري دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو سفر کې و چې اودس یې وکړ، نو کله چې پښو وینځلو ته ورسېده، مغیره بن شعبه دواړه لاسونه ور اوږده کړل تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پښو څخه موزې وباسي چې پښې ومینځي! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پرې یې ږده او مه یې باسه، یقینا چې دواړه موزې مې په داسې حال کې پښو کړي دي چې زه په طهارت کې وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د پښو وینځلو پر ځای په خپلو دواړو موزو مسح وکړه.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د وړې بې اودسۍ څخه د اودس کولو پر مهال پر موزو د مسحې کولو مشروعیت او د لویې بې اودسۍ پر مهال د پښو وینځل اړین دي.
  2. مسح کول یو ځل د موزې په پورتنۍ برخه د لوند لاس په تېرولو سره کیږي ، نه په لاندې برخه.
  3. په موزو باندې د مسحې کولو لپاره شرط دا دی چې له بشپړ اودس نه وروسته اغوستل شوي وي، او پښې یې په اوبو سره وینځلي وي او دا چې موزې پاکې وي او هغه ځای یې پټ کړی وي چې په اودس کې یې وینځل فرض دي، او دا چې مسح باید په وړې بې اودسۍ کې وي نه په جنابت او نه داسې څه کې چې غسل واجبوي، او دا چې مسح باید د شریعت په ټاکلې موده کې وي چې هغه د مقیم لپاره یوه شپه او ورځ او د مسافر لپاره درې شپې او ورځې دي.
  4. په موزو باندې هر هغه شی قیاس کیږي چې پښې پټوي لکه جرابې او داسې نور، نو مسح پرې جایز ده.
  5. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه اخلاق او ښه ښوونه، چې مغیره یې د موزو له وېستلو څخه منع کړ او سبب یې ورته بیان کړ: چې موزې یې د پاکوالي په حالت کې پښو کړې دي، تر څو مطمئن شي، او حکم وپيژني.