عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا سَمِعْتُمُ النِّدَاءَ، فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ المُؤَذِّنُ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا سَمِعْتُمُ النِّدَاءَ، فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ المُؤَذِّنُ». "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم موذن ته په ځواب ورکولو تاکید کوي کله چې ورڅخه د اذان الفاظ واورېدل شي، داسې چې مونږ هم هغه څه ووایو چې هغه یې وایي، جمله په جمله، کله چې هغه تکبیر وایي، مونږ ورپسې تکبیر ووایو، او کله چې شهادتین ووایي، مونږ هم ورپسې دواړه شهادتین ووایو، لدې څخه د ( حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح ) الفاظ مستثنا دي، ځکه د هغوي پسې : لا حول و لا قوة إلا بالله، وییل کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. او که چېرته اذان کوونکي له یو څخه زیات وو، نو کله چې لومړي موذن خلاص شي، دویم پسې به ځواب وییل پیل کړي؛ دلیل یې د حدیث عموم دی.
  2. اذان کوونکي ته به په هر حالت کې باید ځواب وویل شي، پدې شرط چې تشناب او یا د حاجت د رفع کولو په حالت کې نه وي.
نور