عن سالم بن أبي الجَعْدِ قال: قال رجل: ليتني صَلَّيتُ فاسترحْتُ، فكأنّهم عابُوا ذلك عليه، فقال: سمعتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها».

[صحيح] - [رواه أبو داود]
المزيــد ...

له سالم بن ابي الجعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړي وويل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، نو لکه چې دوی د هغه لپاره دا خبره عیب وګڼله او ملامت یې کړ، هغه وویل چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې:
«يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه».

صحيح - ابوداود روايت کړی دی

تشریح

له صحابه و څخه یو سړي وویل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، داسې انګېرل کېده لکه چې چاپېره خلکو پدې خبره ملامت کړ، نو هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: اې بلاله! د لمانځه لپاره اذان وکړه او لمونځ ودروه؛ تر څو پرې راحت شو، دا ځکه چې په لمانځه کې د الله تعالی سره مناجات کیږي او زړه او روح ته پکې سکون دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د زړه لپاره په لمانځه کې سکون دی؛ ځکه چې د الله تعالی سره پکې مناجات کیږي.
  2. پر هغه چا رد چې عبادت پرې دروند وي.
  3. څوک چې هغه واجبات تر سره کړي چې کول یې پرې واجب وي، او خپله غاړه یې ترې خلاصه کړي، نو پدې سره به ورته راحت، سکون او ډاډ حاصل شي.
نور