عن أَبِي حَازِمِ بْن دِينَارٍ:
أَنَّ رِجَالًا أَتَوْا سَهْلَ بْنَ سَعْدٍ السَّاعِدِيَّ، وَقَدِ امْتَرَوْا فِي الْمِنْبَرِ مِمَّ عُودُهُ، فَسَأَلُوهُ عَنْ ذَلِكَ، فَقَالَ: وَاللهِ إِنِّي لَأَعْرِفُ مِمَّا هُوَ، وَلَقَدْ رَأَيْتُهُ أَوَّلَ يَوْمٍ وُضِعَ، وَأَوَّلَ يَوْمٍ جَلَسَ عَلَيْهِ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَرْسَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى فُلَانَةَ -امْرَأَةٍ من الأنصار قَدْ سَمَّاهَا سَهْلٌ-: «مُرِي غُلَامَكِ النَّجَّارَ أَنْ يَعْمَلَ لِي أَعْوَادًا أَجْلِسُ عَلَيْهِنَّ إِذَا كَلَّمْتُ النَّاسَ»، فَأَمَرَتْهُ فَعَمِلَهَا مِنْ طَرْفَاءِ الْغَابَةِ، ثُمَّ جَاءَ بِهَا، فَأَرْسَلَتْ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَمَرَ بِهَا فَوُضِعَتْ هَاهُنَا، ثُمَّ رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى عَلَيْهَا وَكَبَّرَ وَهُوَ عَلَيْهَا، ثُمَّ رَكَعَ وَهُوَ عَلَيْهَا، ثُمَّ نَزَلَ الْقَهْقَرَى، فَسَجَدَ فِي أَصْلِ الْمِنْبَرِ ثُمَّ عَادَ، فَلَمَّا فَرَغَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ فَقَالَ: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّمَا صَنَعْتُ هَذَا لِتَأْتَمُّوا وَلِتَعَلَّمُوا صَلَاتِي».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو حازم بن دینار څخه روایت دی:
چې یو څو سړي سهل بن سعد الساعدي ته راغلل، پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په اړه یې سره په خپلو کې اختلاف کړی و چې له څه شي څخه جوړ و، نو د منبر په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل: قسم په الله زه پوهیږم چې هغه څه دی او له شک پرته مې په لومړۍ ورځ لیدلی چې کېښودل شوی و او لومړۍ ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې کېناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم له انصارو څخه فلانۍ ښځې ته -چې سهل یې نوم یاد کړ- خبر ورولیږه چې: «مُرِي غُلَامَكِ النَّجَّارَ أَنْ يَعْمَلَ لِي أَعْوَادًا أَجْلِسُ عَلَيْهِنَّ إِذَا كَلَّمْتُ النَّاسَ»، «خپل ترکاڼ غلام ته دې امر وکړه چې زما لپاره لرګي جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو کولو پر مهال کښېنم» نو هغې ورته امر وکړ، نو د ځنګل د غز له ونې څخه یې جوړ کړ، بیا یې راوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې یو څوک ورولیږه، هغه امر وکړ چې هغلته کېښودل شي، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې لمونځ یې پرې وکړ، تکبیر یې ووایه او پرې د پاسه و، بیا یې رکوع وکړه او هغه پرې د پاسه و، بیا شاته کوز شو، نو د منبر په بېځ کې یې سجده وکړه بیا بیرته وروګرځېد، نو کله چې فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ او ویې وییل: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّمَا صَنَعْتُ هَذَا لِتَأْتَمُّوا وَلِتَعَلَّمُوا صَلَاتِي». « اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

يو صحابي ته يو سړى راغى او د هغه منبر په اړه یې ترې پوښتنه وكړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم كارواه؛ چې له څه شي څخه جوړ شوی و؟ دوی په دې اړه بحث او اختلاف کړی و، نو دا خبره یې ورته یاده کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو یوې ښځې ته چې ترکاڼ غلام یې درلوده یو څوک ورولیږه او ورته یې وویل: چې: غلام ته دې امر وکړه چې یو منبر راته جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو پر مهال کېنم، نو مېرمنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې ته لبیک ووایه او خپل غلام ته یې امر وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځنګله د غز له ونې څخه منبر جوړ کړي، نو کله یې چې له جوړولو څخه فارغ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ولیږه، هغه امر وکړ چې په جومات کې د منبر پر ځای کې کېښودل شي، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې لمونځ وکړ، تکبیر یې ووایه او رکوع یې پرې وکړه پداسې حال کې چې د منبر د پاسه و، بیا راکوز شو او لږ غوندې شاته یې قدم واخیست پرته لدې چې شاته مخ واړوي، نو د منبر په بېخ کې یې سجده وکړه بیا بېرته وخوت، نو کله چې له لمانځه څخه فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ ، او ویې وییل: اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې اقتدا راپسې وکړئ او د دې لپاره چې زما لمونځ زده کړئ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د خطیب لپاره دمنبر کارول او د پاسه پرې ختل مستحب دي، او ګټه یې خلکو ته د غږ رسول او اورل دي.
  2. د ښوونې لپاره په منبر د پاسه د لمانځه جواز او د ضرورت پر مهال له مقتدیانو څخه د امام د پورته کېدلو جواز.
  3. د مسلمانانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د صنعت کارانو د کارولو جواز.
  4. د ضرورت لپاره په لمانځه کې د لږ حرکت اجازه.
  5. د مقتدي لپاره په لمانځه کې امام ته د کتلو جواز؛ تر څو ترې زده کړه وکړي او دا کار د خشوع سره په ټکر کې ندی.
نور