عَنِ ‌ابْنِ أَبِي أَوْفَى رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا رَفَعَ ظَهْرَهُ مِنَ الرُّكُوعِ قَالَ: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابن ابي اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ». الله د هغه چا - وینا - واورېده چې د هغه ثنا یې وویله، اې الله زمونږه ربه ستا لره ستاینه ده، د آسمانونو د ډکوالي او د ځمکې د ډکوالي او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې له دوی نه وروسته دي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې خپله ملا له رکوع څخه راپورته کړه نو "سمع الله لِمَن حمده"، به یې وییل، یعنې چا چې د الله تعالی ستاینه وکړه، الله تعالی یې دعا قبوله کړه او د هغه ستاینه یې ومنله، بیا پدې وینا سره د الله تعالی ثنا بیانوي : اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الْأَرْضِ وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيْءٍ بَعْدُ "، یعنې اې الله تا لره ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او هغه څه چې لدې څخه وروسته دي، داسې ستاینه چې آسمانونه او ځمکې ډکوي او څه یې چې تر منځه دي، او هغه څه ډکوي چې الله یې وغواړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه څه بیان چې لمونځ کوونکی ته مستحب دي له رکوع څخه د پورته کېدلو پر مهال ووایي.
  2. د رکوع څخه له راپورته کېدلو نه وروسته د برابرېدو او اطمینان مشروعیت؛ ځکه چې شوني نده دا ذکر ووایي پرته لدې چې برابر او مطمئن نه شي.
  3. دا ذکر په ټولو لمونځونو کې مشروع دی، هغه که فرض لمونځونه وي او یا نفل.
نور